PS.HARUNYAHYA.COMhttp://ps.harunyahya.comps.harunyahya.com - مقالې - وروستي زيات شوي مطالبpsCopyright (C) 1994 ps.harunyahya.com 1PS.HARUNYAHYA.COMhttp://ps.harunyahya.comhttp://harunyahya.com/assets/images/hy_muhur.png11666Ms. Paris Hilton is living within a system, in which it is thought that being able to have the most expensive of everything, is superiority.-Pashto

]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39619/ms-paris-hilton-is-livinghttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39619/ms-paris-hilton-is-livingThu, 10 Mar 2011 22:13:51 +0200
The number of the students of Hazrat mahdi (pbuh) will be 313 - Pashto

]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39422/the-number-of-the-studentshttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39422/the-number-of-the-studentsFri, 04 Mar 2011 22:36:54 +0200
The foundation of the state of Israel is the portent of the coming of Hazrat Mahdi (pbuh) - Pashto

]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39349/the-foundation-of-the-statehttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39349/the-foundation-of-the-stateWed, 02 Mar 2011 22:26:40 +0200
A Person can only be sincere if he submits all his life to Allah - Pashto

]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39348/a-person-can-only-behttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39348/a-person-can-only-beWed, 02 Mar 2011 22:12:19 +0200
Adıyaman Asu TV- The only reason for feeling low is, not loving Allah sufficiently

]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39346/adiyaman-asu-tv--thehttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/39346/adiyaman-asu-tv--theWed, 02 Mar 2011 22:01:38 +0200
په ژوند کې د يوې موخې نشتوالی پر ټولنه څه اغېز کوي 
اوسنيو خلکو څخه د ژوند اصلی هدف ورک دی. نژدې ټول خلک د يوه هوسا ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دي. د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول، د يوه کور لرل، د يوې کورنۍ جوړول، او د يوې ښې دندې پيدا کول هغه ارزښتونه دي چې هر يو يې غوښتنه کوي. په دغه هوسا ژوند کې نغښتې تر ټولو مهمه موخه د داسې لارو چارو پيدا کول دي چې په مرسته يې وکولی شي ښه ژوند رامنځته او خپل ماشومان په ښو شرايطو کې لوی کړي.
زه به يو څو نورې بېلګې هم وړاندې کړم چې دا مطلب، چې زموږ ټولنه يې تر اغېز لاندې راوستلې ده نور هم روښانه شي:
د زياتره خلکو لرليد ډېر لنډ وي. هغوی ته د ورځني ژوند مانا دا وي چې د ټيليويژن د يوه ټاکلي پروګرام او يا د يوه مشهور سينمايی فلم وخت ترې تېر نه شي. همدا ډول هغوی ته د ژوند مانا له نورو سره په بېلابېلو بنډارونو کې د وخت تېرول دي.
يوه ډله بيا د يوه کاروبار په فکر کې ډوبه وي. ټول ژوند يې د کور او دفتر ترمنځ په تګ او راتګ کې تيريږي. يو سړی چې خپله دنده له څو ويشتو کلونو څخه پيل کړي بيا د عمر تر څلويښتو کلونو پورې پکې بوخت وي. او په دې وخت کې بيا هغه زياتره د جمعې ورځې ته سترګې په لار وي. د هغوی هيله دا وي چې په څه ډول وکولی شي مياشتنۍ ماليه پرته له ستونزو ادا کړي، د ځای کرايه څنګه پيدا کړي او په څه ډول د خپلو ماشومانو راتلونکی خوندي کړي. يوه کورنۍ او يا نړيواله پېښه په سختۍ د هغوی پام ځانته را اړولی شي. يوازې هغه پيښې چې سوداګرۍ ته يې زيان رسوي هغه ته د پام وړ دي. پرته له دې چې خپله هم لږ فکر پرې وکړي، له روانو حالاتو سره (چې هر ډول وي) توافق کوي. يوازې هغه حالات يې خواشينی کوي چې کاروبار يې وننګوي. په داسې حالاتو کې بيا نورو ته د خپلو انديښنو د ښکارولو په موخه د ټيليويژن پر پرده د خبرو اترو په پروګرامونو او يا په نورو ناستو کې برخه اخلي او تر سهاره لګيا وي خو هېڅ ډول جوړجاړي او يا کومې پايلې ته نه رسيږي. سبا خپله نوې ورځ بيا په همدې ډول پيلوي.
ځوانانو هم خپل هدف ورک کړی دی او له هغو بنسټيزو فکتورونو بې برخې دي چې بايد د ژوند اصلي مانا ورته جوته کړي. زياتره ځوانان ان د خپلو هېوادونو مشران نه پېژني او د هغوی له سياسي تګلارو، او پر ملي دفاع، اقتصاد، او پوهنيز او قضايي سيستم د دې تګلارو له اغيز څخه ناخبره دي. له سترو نړيوالو پېښو او پرمختګونو څخه ناخبره وي خو يوې بې ګټې او بې ارزښته مسالې ته په زړه کې ځای ورکوي. دا کار له هغوی څخه هغه لرليد اخلي چې په مرسته يې کولی شي د نړيوالو پيښو اهميت درک کړي. د دې ځوانانو روغبړ يوازې د کمپيوټري لوبو، په انټرنيټ کې چټ او له جنو سره د نېټو کېښودل، د ښونځي د ورځنيو پېښو، په ازموينه کې نقل، د اونۍ د پای لپاره د يوه مهال ويښ د جوړولو، ښو جامو او د فوټبال لوبې پورې رالنډ وي. د يوې مجلې په سرويې کې چې زلميان يې له ژوند څخه د هغوی د وروستي هدف په اړه پوښتلي وو، د يوه مشهوره ماډل په څېر ښکاريدل او يا د يوه مشهوره ګيتار غږونکي په څېر د ګيتار غږول، هغه ځوابونه وو چې تر ټولو لومړي راغلل.
په ژوند کې د يوه هدف نه درلودل او له نورې نړۍ بې خبري د انسان لپاره يو ګواښ دی. خو پرته له هغو خلکو چې يو ځانګړی دريځ لري، زياتره په هغو نظرياتو پسې روان وي چې له رښتينو ارزښتونو څخه بې برخې وي او بشر ته زيانمن او له خطره ډک دي. دا په دې چې د زيان رسونکو نظريو خپرونکي ډير داسې کسان پيدا کوي چې له هغه لرليده بې برخې دي چې دغو نظريو څرګندونه پري وکړي. له دې امله هر ډول انګېرنه پرته له يوه شخصي کره کتنې قبلوي.
په يوه آيات کې الله پاک لاندې ډول د خلکو بې هدفي ته اشاره کوي:
پرېږده چې وې خوري او ګټې تر لاسه او اوږدې هيلې يې ښه بوخت وساتي، ډېر ژر به پته ورته ولګيږي. (سورة الحجر: ۳)
بې له شکه انسان لپاره داسې لارې چارې شته چې کولی شي د داسې حالاتو مخنيوی پرې وکړي: انسان بايد تل پام وکړي چې يوازې د خپل ژوند د پرمخ بيولو ليواله نه دی او نه يوازې خپل ځان لپاره ژوندی دي. د دې کار لپاره بايد خلکو ته داسې مفکوره ورکړل شي چې هدف يې د نورو خلکوخدمت دی نه يوازې خپل. هغوی بايد نه يوازې خپلې ځاني او په خپل هېواد پورې اړوندې ستونزې په نظر کې ونيسي بلکې د ګردې نړۍ پر ستونزو اندېښنه وښيي. هغه دين چې الله پاک د خلکو لپاره ټاکلی دی او په قران پاک کې يې بيان کړی دی همدا وروستی هدف موږ ته راښيي:
د يوه خالص مومن په توګه خپل مخ په کلکه د دغه دين پر لور ودروه، د الله ج هغه فطرت چې ټول خلک يې پرې پيدا کړي دي. د الله ج پاک پيدايښت هېڅ بدلون نه مومی. دا رښتنۍ دين دی خو زياتره خلک نه پوهيږي. (سورة الروم:۳۰)
نو پکار ده چې له دې هدفه ناخبرو خلکو ته دا وويل شي چې نړۍ د يوه پام وړ هدف لپاره جوړه شوې ده. په قران پاک کې الله پاک موږ د انسان په پيدايښت کې له پراته هدف څخه خبروي: "موږ انسانان او پېريان يوازې د دې لپاره پيدا کړي دي چې زموږ عبادت وکړي" (سورة الذاريات:56)
هر سړی يوه نه يوه ورځ مري. بيا د هغه رښتينی او تلپاتې ژوند پيليږي. د دې نړۍ له ژوند څخه هدف له ځانه د يوه داسې شخصيت جوړول دي چې الله پاک ترې راضي وي او په جنت کې ځای ورکړي. د هر سړي اخلاق، چلند او عقيده به دا څرګندوي چې خپل تلپاتې ژوند په اور کې تېروي او که د جنت په باغونو کې. له دې امله لکه چې وينو دغه خلک خپل وخت او عمر له کوم سوچ پرته په بېکاره او بې ارزښته کارونو تېروي او چلند يې داسې دی لکه د هغوی په پيدايښت کې چې هېڅ موخه نه وي نغښتې. نو راځئ هغوی ژرترژره د هغه غفلت په وړاندې راويښ او راوپاروو چې د هغوی پر ژوند يې منګولې لګولي دي.
نو کله چې له خپل اصلی هدف څخه خبر شو چې په دې نړۍ کې د الله پاک د رضا، نعمتونو او جنت ګټل دي، هېڅکله به د هغو پېښو په وړاندې بې پرې پاتې نه شو چې د زموږ په شاوخوا کې ترسره کيږي. د بې عدالتۍ او ظلم په ليدو سره په چاپېريال او يا نړۍ کې به د درد او خواخوږۍ څېړيکې زموږ ضمير راويښوي. د بېلګې په توګه، موږ به بيا د هر يوه بې کوره ماشوم له حاله خبريږو چې په سختو حالاتو کې ژوند تېروي او د ژمي په سړو سرکونو او کوڅو کې يې عمر تېريږي. د الله پاک دې امر ته په اطاعت سره چې پر يتيم غوصه مه کوئ او سوالګر مه رټئ (الضحی: ۹-۱۰) " موږ بايد له هغو سره ښه چلند وکړو. موږ بايد داسې لارې چارې ولټوو چې هغوی له دې ناوړه حالاتو وژغورل شي. که څه هم موږ خبر يو چې يوازې زموږ پر هلوځلو او د هغو کسانو چې د قران پاک له اوامرو سره سم عمل کوي دغه ماشومان په بشپړه توګه نه شي ژغورل کېدی. خو بيا به هم کوښښ کوو خپل اصلی هدف چې د قران پاک او د سنت ارزښتونه دي پخپلو خلکو کې خپاره کړو.
]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/14470/په-ژوند-کې-د-يوېhttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/14470/په-ژوند-کې-د-يوېhttp://fs.fmanager.net/Image/objects/6-makaleler/4927_Dinsizligin_toplumlara_getirdigi_belalar.jpgTue, 26 May 2009 20:54:40 +0300
د تاريخ په اوږدو كې يوازې اسلام منځني ختيځ ته سوله راوستلې ده 
فلسطين په تېره بيا يروشلم چې د هغه په زړه كې پروت دى، د اسلامي تاريخ له پيله مسلمانانو ته سپيڅلى و. فلسطين ته د يوه مقدس ځاى په سترګو كتلو مسلمانانو ته د دې توان وركړى چې دې سيمې ته سوله او ورور ولي راولي. راځئ چې په دې مقاله كې يې ځينې تاريخي بېلګې وڅېړو.
د دوه دلايلو له مخې يروشلم مسلمانانو ته سپڅلى دى: يو خو د مسلمانانو لومړنى قبله هلته ده. او بله دا چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د يوې سترې معجزې، معراج، په ترڅ كې له مسجدالحرام نه مسجدالاقصىٰ ته يانې له مكې څخه يروشلم ته د راتګ له امله دى. دا حقيقت په پاك قران كې په لاندې ډول بيان شوى دى:
سبحان الذي اسرى بعبده من المسجدالحرام الى المسجد الاقصىٰ الذي باركنا حوله لنريه من آياتنا انه هو السميع البصير. ۱سورة بني اسرائيل: ۱
په قراني كيسو كې چې د انبياءو عليهم السلام په اړه راغلي دي په اياتونو كې يې دغه خاوره د "مباركې خاورې" او "سپېڅلې خاورې" په نامه ياده شوې ده. د معراج په اړه په پورتني ايت كې مسجد الاقصىٰ د داسې ځاى په توګه بلل شوى دى چې "چاپېريال يې موږ مبارك ګرځولى دى" په سورة الانبياء كې چې د حضرت ابراهيم او حضرت لوط عليهم السلام د هجرت واقعه ياده شوې ده همدغه ټاټوبى يې د "هغه خاوره چې موږ مباركه ګرځولې" په توګه ياده كړې ده. د فلسطين ټوله خاوره چې په هغې كې د بني اسرائيلو پيغمبرانو د الله په لار كې جهاد كړى، شهيدان شوي يا مړه شوي او دفن شوي دي، د مسلمانانو لپاره سپېٰڅلې ده.
 نو، مسلمانانو په تېرو ۱۴۰۰ كلونو كې يروشلم او فلسطين ته سوله او امنيت وربښلى دى
سوله او عدالت چې د حضرت عمر رضى الله عنه په وخت كې فلسطين ته راوستل شوي دي
يروشلم د ۷۱م ميلادي كاله پورې د يهودانو پلازمينه وه. په دغه كال كې روميانو پر يهودانو يرغل وكړ او هغوى يې د خورا زيات وحشت وروسته له دې سيمې ويستل. د يهودانو د تيتيدو وروسته يروشلم او د هغه چاپېره سيمي همداسې شاړې پاتې شوې.
خو، د رومي امپراتور كنستاتين په پېر كې يروشلم يو ځل بيا د مسيحيت دين د منلو د ليوالتيا مركز وګرځېد. رومي مسيحيانو په يروشلم كې كليساګانې جوړې كړې. په يروشلم كې د يهودانو د هستوګنې پر سر لګېدلى بنديزونه بېرته لرې كړى شول. فلسطين د اوومې ميلادي پېړۍ پورې د روميانو (بيزانس امپراتور) د قلمرو د يوې برخې په توګه پاتې شو. فارسيانو دغه سيمه د يوې لنډې مودې پورې تر خپل نيواك لاندې وساتله خو د بيزانس امپراتورۍ بېرته ترې ولكه كړه.
د فلسطين په تاريخ كې يو ستر بدلون په كال ۶۳۷ ميلادي كې رامنځته شو كله چې د اسلام لښكرو دغه خاوره ونيوله. مانا هغه خاوره چې د پېړيو پېړيو د جګړو، تبعيدونو، لوټ تالان او ډله ييزو وژنو ډګر و او په هر اوښتون كې چې په پرله پسې توګه رامنځته كېدل د نويو ظلمونو ښكار وه، د لومړي ځل لپاره د سولې او همغږۍ پېر په كې سا اخيستې وه.
فلسطين د دويم خليفه حضرت عمر رضى الله عنه تر ولكې لاندې راغى. يروشلم ته د حضرت عمر رضى الله عنه ننوتلو او د بېلابېلو دينونو د پېروانانو په وړاندې د هغه پراخه زغم، پوخوالى او مهرباني هغوى ته هغه ښكلى پېر ور وپېژاند چې پيل كېدونكى و. انګليسي تاريخپوهه او د منځني ختيځ يوه كارپوهه كارېن ارمسټرانګ پخپل كتاب سپېڅلې جګړې كې د حضرت عمر رضى الله عنه له خوا د يروشلم نيول په دې ټكو كې ليكي:
حضرت عمر رضى الله عنه پر سپينه اوښه په داسې حالت كې چې د ښار د حاكم او يوناني ټبر مشر سوفرونيوس Sophronius له خوا بدرګه كېده يروشلم ته ننوت، خليفه غوښتنه وكړه چې ژر تر ژره دې مسجد الاقصىٰ ته ويوړل شي او هلته بيا هغه ځاى كې په لمانځه ودرېد چې د هغه ملګرى (حضرت) محمد (صلى الله عليه وسلم) معراج ته تللى و. يوناني ټبر مشر دا صحنه په ډار سره كتله: او فكر يې كاوه چې دا به هغه ويجاړونكې څېره وي چې دانيال نبي يې وړاند وينه كړې وه چې معبد ته به ننوزي۱[i]. او يا هغه دجال چې د قيامت د راپورته كېدو څرګندوى دى. بيا (حضرت) عمر (رضى الله عنه) وغوښتل چې د مسيحيانو زيارتونه وګوري او كله چې د قبر په كليسا Church of the Holy Sepulcher)) كې و د مسلمانانو د لمونځ وخت راورسېده. يوناني ټبرمشر په خورا درناوي هغه ته بلنه وركړه چې هغه ځاى كې لمونځ وكړي چې ولاړ دى خو (حضرت) عمر (رضى الله عنه) په هماغومره درناوى انكار وكړ. او دليل يې وړاندې كړ چې كه هغه په كليسا كې لمونځ وكړي نو مسلمانان به د يادګار په توګه دلته مسجد جوړ كړي او دا به په دې مانا وي چې هغوى د قبر كليسا1 راونړوله. د دې پر ځاى حضرت عمر رضى الله عنه له كليسا نه لږ څه فاصله واخيسته او همدا دى چې د كليسا ته مخامخ د حضرت عمر رضى الله عنه په ياد يو كوچنى مسجد جوړ شوى دى.
د حضرت عمر رضى الله عنه بل مسجد په مسجد الاقصىٰكې ودرول شو چې د مسلمانانو بريا په ډاګه كړي او همداراز مسجد الاقصى د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د معراج ياد هم ژوندى ساتي. مسيحيانو چې د كلونو راهيسې د يهودو په ويجاړ شوي معبد كې د فاضله موادو ډېرۍ جوړې كړې وې. خليفه له خپلو مسلمانانو سره يو ځاى پخپل لاس د دې چټليو په پاكولو كې مرسته وكړه او هلته مسلمانانو دوه مسجدونه ودان كړل چې د اسلامي نړۍ په دې درېيم سپيڅلي ښار كې هم اسلام خپور كړي.
لنډه داچې مسلمانانو يروشليم او ټول فلسطين ته مدنيت راوست. د تاؤتريخوالي نه ډكو عقايدو پرځاى چې د نورو خلكو محرماتو ته يې هېڅ درناوى نه درلود او هغو پرځاى چې يوازې د عقايدو د اختلاف پر سر يې نور وژل، د عدالت، زغم او يو پراخ بنسټه اسلامي كلتور ځاى پر ځاى شو. پر فلسطين د حضرت عمر رضى الله عنه تر ولكې وروسته مسلمانانو، مسيحيانو او يهودانو د سولې او برابرۍ په چاپېريال كې سره ژوند كاوه. مسلمانانو هېڅكله اسلام ته د نورو خلكو د راړولو لپاره له ځواكه كار نه اخيست خو له هغوى مخكې به كفارو خلك په زوره خپلو عقايدو ته را اړول.
دغې سولې او برابرۍ تر هغې دوام وكړ چې مسلمانان پر هغه ځاى واكمن ول. خو په ۱۱مه پېړۍ كې يو تېرى كوونكى له بهره سيمي ته ننوت او د يروشليم له مدنيته ډكه خاوره يې په داسې وحشيانه او تيري ډكي لارې ويجاړه كړه چې هېڅ سارى يې مخكې نه و ليدل شوى. دغه تيري كوونكي صليبيان ول.
 
د صليبيانو وحشيانه اعمال
كله چې د درېواړو دينونو د سولې او ورورولۍ په چاپېريال كې په فلسطين كې ژوند كاوه اروپا مېشتو مسيحيانو هوډ وكړ چې صليبيان رامنځته كړي. د پاپ دويم اوربان Pope Urban IIپه يوه غږ چې د ۱۰۹۵ ميلادي كال د نومبر په ۲۵مه يې د كلرمنټ پر شورا وكړ، څه د پاسه سل زره كسان د اروپا له ګوټ ګوټ څخه د فلسطين پر لور روان شول چې دغه سپېڅلې خاوره د مسلمانانو له منګلو وباسي او هغه اورېدلې شرقي شتمني ته لاسرسى ولري. له اوږده ستومانونكي سفر او د بې شمېره مسلمانانو تر وژلو او لوټ تالان وروسته په ۱۰۹۹ ميلادي كال كې يروشليم ته ورسيدل. دغه ښار د ۵ اوونيو تر كلابندۍ وروسته ولكه شو او صليبيان هلته ننوتل. نو داسې وحشيانه اعمال يې ترسره كړل چې نړۍ يې سارى ډېر لږ ليدل دى. په ښار كې ټول مسلمانان او يهودان له تورې تېر شول. د يوه تاريخپوه په وينا "هغوى عرب ټبري (مسلمانان) او تركان نران او ښځې چې مخې ته يې ورتلل ووژل. يو صليبى چې رېمانډ نومېده د دې تاؤتريخوالى داسې بيانوي:
عجيبې منظرې ليدل كېدې. زموږ ځينې خلكو (چې تر نورو زړه سواندې ول) د خپلو دښمنانو سرونه پرې كول، نورو هغوى په غشو ويشتل او هغوى به له برجونو را لوېدل، نورو بيا هغوى د اور لمبو ته په اچولو سره د اوږده وخت لپاره زورول. د ښار په كوڅو كې د سرونو، لاسونو او پښو ډېرۍ ولاړې وې. چې په يو لار به تللې خامخا به يې د انسانانو د مړو او يا د اسانو د هغو ډېرۍ ته درولې. خو د سليمان په هيكل كې د رامنځته شويو پېښو په پرتله چې تل به په كې عبادت كېده د دا پېښې ډېرې وړې وې. په دې معبد كې خلك تر زنګنو او ركابونو پورې په وينو كې پټ ول. 
په دوه ورځو كې صليبيانو ۴۰۰۰۰ مسلمانان په هغه وحشيانه توګه ووژل چې مخكې يې يادونه وشوه. سوله او ورورولي چې له حضرت عمر رضى الله عنه له پېره را پاتې وه په دې وحشيانه وژنو پاى ته ورسېدله. صليبيانو د مسيحيت له ټولو دوديزو قوانينو نه سرغړونه وكړه او د مسيحيت په نامه يې ويره خپره كړه.  
د صلاح الدين ايوبي عدالت
وحشي صليبي پوځونو يروشليم خپله پلازمينه وټاكله او يو لاتيني سلطنت يې رامنځته كړ چې د واك سيمه يې له فلسطين څخه د انطياكې[ii] تر ښاره پورې وغزېده. خو هغو صليبيانو واكمني چې فلسطين ته يې وحشت راوست تر ډېره پاتې نه شوه. صلاح الدين ايوبي ټولې اسلامي واكمنۍ د جهاد تر بېرغ لاندې سره راټولې كړې او په ۱۱۸۷ كال د هاتېن په جګړه كې يې صليبيانو ته ماتې وركړه. د دې جګړې وروسته بيا د صليبي پوځ دوه مشران رينالډ چټيلون Reynauld of Chatillon او كينګ ګاى King Guy د صلاح الدين ايوبي حضور ته راوړل شول. صلاح الدين ايوبي رينالډ چټيلون اعدام كړ ځكه چې هغه د مسلمانانو په وړاندې په وحشيانه اعمالو كې نوم ويستلى و. خو كينګ ګاى يې خوشې كړ ځكه چې ده د هغه په شان جرمونه نه و ترسره كړي. نو فلسطين يو ځل بيا د عدالت د اصلي مانا شاهد و.
د هاتېن له جګړې سم دستي وروسته په هغه ورځ چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له مكې څخه يروشليم (بيت المقدس) ته د معراج لپاره راوړل شوى و، صلاح الدين ايوبي يروشليم (بيت المقدس) ته ننوت او دغه ښار يې د صليبيانو له ۸۸ كلنې واكمنۍ وروسته ازاد كړ. ۸۸ كاله مخكې چې كله صليبيانو دغه ښار ولكه كړ ټول مسلمانان چې په دغه ښار كې مېشت ول ووژل او له دې امله وېرېدل چې صلاح الدين به هم له هغوى سره همداسې وكړي. خو هغه يوه مسيحي ته هم په ښار كې څه ونه ويل. كاتوليكانو ته يې يوازې دومره وويل چې دا ښار دې پرېږدې. او اورتوديكس مسيحيانو ته يې چې صليبيان نه ول هلته د هستوګنې اجازه وركړه چې د خپلې خوښې سره سم عبادت وكړي. انګليسي تاريخپوه كارېن ارمسټرانګ د مسلمانانو له خوا د يروشليم دويم ځل ولكه په دې الفاظو كې بيانوي:
۱۱۸۷ ميلادي كال د اكتوبر په دويمه صلاح الدين له خپل پوځ سره يروشليم ته د يوه اتل په توګه ننوت او د راتلونكو ۸۰۰ كلونو لپاره يروشليم يو اسلامي ښار په توګه پاتې شو... صلاح الدين په خپله ژمنه وفا وكړه او دغه ښار يې د اوچتو اسلامي اهداف سره سم ولكه كړ. هغه د ۱۰۹۹ ترسره شويو ډله ييزو وژنو كسات لكه چې پاك قران يې لارښوونه كوي (سورة النحل: ۱۲۷) وانه خيسته، او اوس چې دښمنيانې نه وې پاتې وژنې يې هم بندې كړې (سورة البقرة:۱۹۳-۱۹۴). هېڅ يو مسيحى ونه وژل شو او نه ولوټل شول. او جزې يې هم په لوى لاس كمې كړې...
صلاح الدين د هغو كورنيو پر وير اوښكې توى كړې او لكه چې پاك قران اړ كړى و چې ګڼ شمېر يې پرته له كوم عوض څخه ازاد كړل. د هغه ورور العادل د بنديانو په بد حالت دومره خواشينى شو چې له صلاح الدين نه يې وغوښتل چې ۱۰۰۰ تنه دې هغه ته وسپاري او ځاى پر ځاى يې آزاد كړل.
كله چې عمادالدين ټبر مشر هراكليوس وليده چې له ښاره وت په داسې حال كې چې اس ګادي يې له پيسو ډك كړي و هغه پر صلاح الدين ټينګار وكړ چې هغه ترې ضبط كړي خو صلاح الدين انكار وكړ. پاك قران وايي چې پر ژمنو او تړونونو بايد ودريږو. او دا ړينه وه چې مسلمانان پر خپل قانون او دود ودريږي... هراكليوس د نورو په شان يوازې خپل ۱۰ ديناره جزيه وركړه او په بدل كې يې هغه ته ان ساتندويان هم وركړل چې د تاير[iii] تر ښاره يې شتمني په خوندي توګه ويوسي.
لنډه داچې صلاح الدين او د هغه تر امر لاندې مسلمانانو له مسيحيانو سره په ډېر مرحمت او عدالت چلند وكړ او ان د هغوى له خپلو مشرانو يې هم ډېر خواخوږي پرې درلود.
د يروشليم تر نيولو وروسته صليبيانو د فلسطين په نورو ښارونو كې خپل وحشت او مسلمانو خپل عدالت ته دوام وركړ. په ۱۱۹۴ ميلادي كال كې ريچارډ لاينهارټ Richard the Lineheart چې د انګليسانو په تاريخ كې يو اتل بلل شوى دى، ۳۰۰۰ مسلمانان چې ښځې او ماشومان هم پكې ول د اكر په ماڼۍ كې ووژل. كه څه هم مسلمانانو د هغوى دغه وحشيانه اعمال په سترګو ليدل خو د هغوى په وړاندې يې له دې ميتود څخه كار وانه خيست. هغوى د الله پاك په دې فرمان عمل وكړ چې "مه پرېږدئ د ستاسې كركه د خلكو په وړاندې دومره زياته شي... چې تاسې له حده وخورېږئ (سورة المائده) همداراز هغوى د ملكي كسانو په وړاندې هېڅ ډول تاؤتريخوالى ونه ښوده. هغوى هېڅكله پرته له اړتيا څخه تاؤتريخوالى نه دى رامنځته كړى ان د مات شوي صليبي پوځ په وړاندې هم نه.
 د صليبيانو وحشيانه اعمالو او د مسلمانانو عدالت يو ځل بيا يو تاريخي حقيقت روښانه كړ: هغه داچې يوازې پر اسلامي بنسټ ولاړې واكمنۍ تر سيوري لاندې د بېلابېلو دينونو خلك كولى شي په فلسطين كې سره ګډ ووسيږي.
د عثماني خلافت عادله او له زغمه ډكه واكمني (حكومت)
سلطان سليم په كال ۱۵۱۴ ميلادي كې يروشليم او د هغه چاپېره سيمي ولكه كړې او له دې سره په فلسطين كې د مسلمانانو ۴۰۰ كلنه واكمني پيل شوه. د عثماني خلافت د نورو هېوادونو په څېر اوس فلسطين هم د دې جوګه و چې له سولې، ثبات او د بېلابېلو اديانو د پيروانو له يو ځاى ژوند څخه خوند واخلي.
عثماني خلافت د ملتي سيستمپر اساس اداره كېده چې اساسي ځانګړنې يې دا دي چې د بېلابېلو عقايدو خلكو ته يې د دې اجازه وركوله چې پر خپلو عقايد او ان د خپلو قوانينو پر اساس ژوند وكړي. مسيحيانو او يهودانو، چې په پاك قران كې د اهل الكتاب په نامه ياد شوي دي، عثماني پېر د يوه له زغه ډك، سوله ييزه او ازاد چاپېريال په توګه ومومه.
د دې تر ټولو مهم دليل داوه چې كه څه هم عثماني خلافت يو اسلامي اداره وه چې د مسلمانانو له خوا اداره كېده خو نه يې غوښتل چې خپل اتباع په زوره اسلام ته راواړوي. د دې پرځاى عثماني خلافت هدف داوه چې نامسلمانو اتباعو ته هم سوله او امنيت رامنځته كړي او په داسې ډول يې اداره كړي چې هغوى له اسلامي اصولو او عدالت سره خوښ وي.
عثماني خلافت سره هممهاله امپراتوريو د دولت خورا تونده، ظالمانه او له زغمه خالي تګلاره درلوده. د اسپانيا سلطنت د اسپانيا په ټاپووزمه كې د مسلمانانو او يهودانو شتون نه شو زغملى او پر دې دواړه ټولنو يې سخت زيات تيرى وكړ. په ګنو نورو اروپايي هېوادونو كې يهودان يوازې د دې لپاره چې يهودان دي تر ظلم لاندې راغلل (د بېلګې په توګه هغوى د ګتو[iv] په سيمه كې بنديان شول او ځينې وخت ان په ډله ييزه توګه وژل شوي دي. مسيحيان ان له يو بل سره هم يو ځاى ژوند نه كوي: د ناكاتوليكو (پروتيستان) او كاتوليكو تر منځ جګړې په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ كې اروپا د وينو په سيلاب كې لاهو كړه. د ۱۶۱۸ او ۱۶۴۸ كلونو تر منځ دېرش كلنه جګړه د كاتوليكانو او پروټيسټانو د اختلاف نتيجه وه. چې د دې جګړې په پايله كې مركزي اروپا د جګړې په ډګر بدله او يوازې په جرمني كې د ۱۵ ميليونه نفوس يو پر درې برخه ووژل شوه. په داسې يوه چاپېريال كې دا د يوه جوت حقيقت په توګه راڅرګنديږي چې عثماني خلافت يو ډېره زياته عادله واكمني وه.
دې حقيقت د ګڼو تاريخپوهانو او ساينسپوهانو پام ځانته رااړولى دى چې له هغو څخه يو هم د كولمبيا د پوهنتون د نړۍ مشهور منځني ختيځ كارپوه پروفيسور اېډوارډ سېډ دى. هغه چې د يروشليم له يوې مسيحي كورنۍ څخه دى او اوس په يوه امريكايي پوهنتون كې خپلې څېړنې كوي. اسرائيلي ورځپاڼې ها اريتس سره په يوه مركه كې په منځني ختيځ كې د يوه تلپاتې سولې د رامنځته كلو لپاره د عثماني خلافت د هغه ملتي سيستم سپارښتنه كوي. هغه داسې وايي:
د يهودانو يو اقليت كولى شي د هغو اقليتونو په څېر چې اوس هم د عربو په ټولنه كې ژوند كوي و اوسيږي... عثماني خلافت د خپل ملتي سيستم په ترڅ كې دا ميتود په ښه توګه كارولى دى. هغه څه چې په عثمانې پېر كې تېر شوي دي تر دې ډېر عادلانه دي چې اوس يې وينو.
قراني تګلاره: د اسلامي زغم اساس
د عثماني خلافت او نورو اسلامي حكومتونو د دې بې پايه زغم، عدالت او مهربانۍ رېښه په پاك قران كې پيدا كولى شو. اوس غربيانو هم منلې ده چې د حضرت عمر رضى الله، صلاح الدين ايوبي، د عثماني سلطانانو او ګڼو نورو مسلمانو واكمنو له خوا د ښودل شوي عدالت او مدنيت علت يوازې پر الله پاك ايمان او د پاك قران په اوامرو عمل كول دي. دغه لاندې ځينې هغه اوامر دي چې د اسلامي دولت اساس جوړوي.
ان الله يامركم ان تؤد الامٰنٰت الى اهلها و اذا حكمتم بين الناس ان تحكموا بالعدل ان الله نعما يعظكم به ان الله كان سميعاً بصيراً. سورة النساء: ۵۸
ياايهاالذين آمنوا كونوا قوامين بالله شهدا بالقسط ولو على انفسكم او الوالدين و الاقربين ج ان يكن غنياً او فقيراً فاالله اولىٰ بهما فلا تتبعوا الهوىٰ ان تعدلوا ج فان تلو او تعرضوا فان الله بما تعملون خبيراً. سورة النساء: ۱۳۵
لا ينهاكم الله عن الذين لم يقاتلوكم في الدين و لم يخرجوكم من دياركم او تبروهم و تقسطوا اليهم ان الله يحب المقسطين. سورة الممتحنة: ۸
په سياست كې يو متل دى چې واك فساد ته لاره اواروي او مطلق واك خو قطعاً فاسديږي. د دې مانا دا ده چې هر څوك چې د سياست له لارې واك ته رسيږي په اخلاقي معنا د هغو فرصتونو له لارې فاسديږي چې واك يې ورته مساعدوي. دا خبره د زياترو خلكو لپاره سمه ده ځكه چې د هغوى سم چلند يوازې د خلكو د فشار پورې محدود دى. كه په بل عبارت يې ووايو هغوى يوازې د دې لپاره سم چلند كوي ځكه چې ډاريږي كه داسې ونه كړي نو خپل اعتبار به د ټولنې په وړاندې له لاسه وركړي او يا به يې د اعمالو جزا وويني. واك هغوى ته ځواك وركوي او ورسره ورسره ټولنيز فشار كميږي. پايله يې داده چې فساد ته زمينه برابريږي او يا لږ تر لږه له هغه خپل نيك چلند څخه لاس اخلي. نو كه هغوى سره واك وي او يا كه هغوى پر يوه ولس واكمني كوي نو ټول هغه وسايل به وكاروي چې خپله طبعه پرې راضي كولى شي.
يوازينى تګلاره چې له عدالته ډكه ده او د فساد پر لور هم نشي تلى داده چې يوازې پر الله پاك د عقيدي پر بنسټ رامنځته شي. هغه چې دين باندې يوازې د الله پاك له وېرې او مينې له امله منګولې لګوي او د همدې دين د اصولو پر اساس ژوند كوي. ځكه چې دغه چلند د ټولنې د فشار له امله نه دى ټاكل شوى نو هېڅ يو مطلق واك يې نه شي فاسدولى. په پاك قران كې الله پاك حضرت داوود عليه السلام يو له دې ډول حكمرانانو د مثال په توګه راوړى دى: ځكه چې هغه هغه خلك هم اداره كول چې غوښتل يې د هغه واك تر پوښتنې لاندې راولي په داسې حال كې چې هغه په پوره اخلاص د الله پاك عبادت هم كاوه. سورة ص: ۲۴
دا حقيقت چې ولې د اسلام تاريخ له عدالت، مرحمت، تواضع او پخو واكمنانو څخه ډك دى له هغې تګلارې څخه سرچينه اخلي چې الله پاك يې په پاك قران كې مسلمانانو ته ښوونه كوي. ځكه چې يو مسلمان واكمن له الله پاك څخه ويريږي نو هېڅ يو فرصت نه شي كولى هغوى فاسده، مغروره او يا ظالمه كړي.
پايله
تاريخ ښودلې ده چې يوازې اسلامي عقيده كولى شي منځني ختيځ ته عادله، له زغمه ډكه او زړه سواندې دولتي اداره وروبښي. هغه پخلاينه چې چې د عثماني خلافت په نوښت رامنځته شوې وه د دې دولت د په شا تګ نه وروسته بيا نه ده رامنځته شوي. د عثماني خلافت نه وروسته منځنى ختيځ اروپايي استعمار لاسته ولوېد او بيا د اسرائيل د اشغالګرو او تيريو د پاليسي ښكار شو.
په منځني ختيځ جګړه يو بنسټيز دليل لري او هغه دا دى چې دواړه خواوې سوله نه غواړي. اسرائيل ته پكار دي چې د ملګرو ملتونو د ۲۴۲ پرېكړې پابند وي او هغو پولو ته په شا تګ وكړي چې د ۱۹۶۷ كال نه مخكې يې درلودلې. او د فلسطينانو حقوق مشخص او وركړي. او فلسطينيانو او نورو عربو ته پكار دي چې له داسې اهدافو لكه چې سيند كې د اسرائيليان اچول دي لاس واخلي او له يهودانو سره ګډ ژوند ومني. تر ټولو مهم دا دى چې د ملكيانو په وړاندې د ترهګريزو اعمالو څخه لاس واخلي.
لنډ داچې د منځني ختيځ كې د سولې د راوستلو لپاره پكار دي چې دواړه خواوې نرمې او زغم نه كار واخلي او په رښتينولۍ هڅه وكړي چې ځانونه له يهودي توكمپالنې (صهيونيزم) او عربي وطنپالنې څخه لاس واخلي. هغه بصيرت چې د دې كار د ترسره كولو لپاره پكار دى په هغو ښېګڼو كې پروت دى چې اسلامي تګلارې په پخوانيو پېړيو په ترڅ كې منځني ختيځ ته وربښلى و.


[i] دا د وعد الاخرة ذكر دى چې الله پاك يې په سورة الاسراء كې يادوونه كړې چې په تورات كې له يهودانو سره شوې وه او يهودان او مسيحيان يې له دانيال نبي څخه په تحريف شوې بڼه را نقل كوي Abomination of Desolation د يهودانو په عقيده هغه حالت ته وايي جې يهودان د دويم ځل لپاره وژل، تبعيد او له بيت المقدس څخه ويستل كيږي لكه چې يو ځل مخكې هم شوي.
 
[ii]انطياكي ښار په تركيه كې دى
[iii]اوسنى لبنان
[iv]د يوې يود مېشتې سيم نوم چې د ايټاليا په ونيس ښار كې پرته ده
]]>
http://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/14468/د-تاريخ-په-اوږدو-كېhttp://ps.harunyahya.com/ps/مقالې/14468/د-تاريخ-په-اوږدو-كېhttp://fs.fmanager.net/Image/objects/6-makaleler/3265_islam_tarihte_Ortadoguya_baris_ve_huzur_getirmistir.jpgTue, 26 May 2009 17:58:55 +0300