اقطار بابونا: په دې وروستيو کې د سباه ورځپانې حشمت بابوګلو خپل نظريات ليکلي دي چې ستا له بيانونو سره یو ډول دي. نن يې هم يوه مقاله ليکلې ده. د مقالې سرلیک "ريا زموږ په ټول ژوند کې"دی. هغه د اخلاص پر اهمیت ليکنه کړې ده او ليکلي يې دي چې ان هغه کسان چې د اخلاص ادعا کوي هم په ټوليز ډول ځانښودنه کوي. ښوونکيه! تاسې هم څو ورځې وړاندې د اخلاص او ريا په اړه اوږدې خبرې کړې وې.
عدنان اقطار: زما وروره، کله چې سړی په شخصي ګټو کې راګير شي؛ که هغه ځانپالی او حریص وي، نو ارومرو مخلص نشي کيدی. ان که دی د اخلاص پر لور هڅه هم وکړي، دی به يوازې ريا له مخې دا کار کوي، زما هدف دا دی چې، دی له دې حالته ځان نشي را ویستلی. يو سړی يوازې هغه وخت مخلص کيدی شي چې په پوره اخلاص سره ځان الله ته تسلیم کړي او قلبا او روحا مسلمان وي؛ خو دا کار له بلې لارې نشي کولی. زما هدف دا دی چې يو سړی يوازې هغه وخت اغیزمن دی چې خپل ټول ژوند الله ته تسليم کړي نو بيا به مخلص وي. که نه، که چيرې دی د دنيا پر لور ميلان ولري نو څه ډول به اخلاص پیدا کړي؟ دا به ډيره مشکله وي.