عدنان اقطار:ته بايد په قرآن کلکې منګولې ولګوې او د الله په مينه کې ولويږې؛ ته بايد خپله ټوله مينه الله ته ورکړې. که مينه الله ته وقف نه شي، زړه پريوزي او نارامه کيږي. وګوره، د ځان کم احساسول یو دليل لري او هغه دا دی چې سړی الله سره کافي مينه ونه لري. په دې مانا، د بيلګې په توګه يو سړی راواخلئ چې په مينه کې دی، ان که دی له يوې ښځې سره هم مينه کوي؛ څومره د ښادۍ احساس کوي.. سمه ده؟ دی د ښادۍ احساس کوي. يوه ښځه هم همداسې ده کله چې د يوه سړي په وړاندې د مينې احساس لري، روحيه يې خورا لوړه وي؛ د ښادۍ احساس کوي.
دا څه ډول احساس دی؟ دا يوازې د الله د قدرتونو د يوې نښې په وړاندې د مينې احساس دی. کله چې ته د الله مينه احساس کړې، خپل ځان به د ټولې نړۍ پر سر احساس کړې. نو بيا به د ځان کم ګڼل او د ځان ټيټ ګڼل خپله ټوله مانا له لاسه ورکړي؟ ته به هيڅکله بيا دا احساس ونه لرې.