عدنان اقطار:زما عزتمنده ښوونکيه! آیا داسې خلک به هم وي چې د حضرت مهدي عليه السلام هغه خبرې به ناسمې درک کوي چې دی يې د حکمت له مخې وايي؟ دقيقاً همدا يې دليل دی چې د حضرت مهدي عليه السلام په وړاندې به حملې کيږي. په لومړيو کې به خلک حضرت مهدي علیه السلام نه پيژني، له دې کبله به د هغه د زده کونکيو تعداد خورا کم وي، نو د دې بل کوم دليل کيدی شي؟ يوازې ۳۱۳ کسان. ځکه چې دی د پټ علم له مخې فعاليت کوي، ځان پټوي او ځکه چې دی له ټاکلو هغو جوړښتونو له دایرې بهر فعالیت کوي چې خلک ورسره آشنا دي، دوی يوازې ۳۱۳ کسان دي. که نه نو په آخرالزمان کې به د هيڅ ټولنې تعداد يوازې ۳۱۳ کسان نه وي. هر بل شخص، ان یو شرکت، انشاء الله، کولی شي چې په ډيره آسانۍ په سلګونو کسان ځان ته راټول کړي.