عدنان اقطار:ځينې ورونو پوښتنه کړې ده چې له يهودو سره جګړه د حضرت مهدي عليه السلام د راتګ نښه ده. دا شپږ ورځنۍ جګړه ده، شپږ ورځنۍ جګړه. نو دغې جګړې شپږ ورځې دوام کړی دی. دغه شپږ ورځنۍ جګړه هم پيښه شوې ده، او دا يوه مهمه نښه ده. د اسرائيل دولت جوړيدل هم د حضرت مهدي عليه السلام د راتګ يوه نښه ده. خو حضرت مهدي عليه السلام به يهود هم وژغوري. په دې مانا چې هغه وخت به د يهودو دريځ د حضرت مهدي عليه السلام په وړاندې بدل شي. دوی به حضرت مهدي عليه السلام وپيژني او درک به کړي چې دا هغه مسيح پاچا دی چې د په تورات کې يې يادونه شوې ده او دوی به، انشاء الله، د مسيح پاچا په توګه د هغه هر کلی وکړي. دوی به د آرامۍ احساس کوي. دوی به په لومړي ځل هغه دور ته داخل شي چې په سوله کې به ژوند کوي. دوی تل ځوريدلې دي او تل يې ستونزې درلودې. انشاء الله چې دوی به رښتينې عقيده خپله کړي او دوی به د حضرت عيسی عليه السلام له راتګ سره اسلام ومني. د مسيح علیه السلام مينه زموږ په زړونو کې ده؛ د حضرت مهدي علیه السلام مینه زموږ په زړونو کې ده. هغه څوک چې له حضرت مهدي علیه السلام سره مينه نشي کولی له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره هم مينه نه شي کولی. هغه څوک چې حضرت عيسی علیه السلام سره مینه نه لري له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره هم مينه نه لري. او هغه څوک چې له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره مينه نه لري له الله سره مینه نه لري. هغه څوک چې له الله سره مينه لري له دواړو حضرت مهدي علیه السلام او حضرت عيسی عليه السلام سره هم مينه لري، انشاء الله.