عدنان اقطار: ډيلارا پخپل ليږل شوي پيغام کې وايي "زما ښوونکيه محمد عدنان! پاريس هيلټن د خپلې کليزې لپاره د ۳۲۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت کيک برابر کړی و او بيا دغه کيک غلا شو. ښوونکيه، کله چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دومره خلک ولږه تيروي، ستا نظر پر دې کيک د دومره پيسو د لګولو په اړه څه دی؟ له سلام او درنښت سره،"
اوس، زما ربه. د اغلې پاريس هيلټن کيک.. پاريس هيلټن، دا څومره ګلالۍ ښځه ده. دا ډيره ښکلې ده؛ مخ يې کټ مټ د يوې ماشومې په څيره کې دی.
څومره چې زه پوهيږي، هغې به دا کار د دې لپاره کړی وي چې خپلو ملګرو ته ځان وښيي. ځکه چې په هغه کړۍ کې؛ د سړي يو بکس هم بايد له پرادا Pradaاو يا فيراFerreپه څير چرمونو څخه جوړ وي؛ جامې خو بايد بالکل بل ډول وي، دا خو بايد ورساچي Versaceوي چې بيا خلک يې درناوی وکړي. که نه خلک به هغې ته هيڅ توجه ونه کړي. نو دا ماشومه نور څه وکړي؟ هغې به فکر کاوه چې که د ۳۲۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت کيک برابر کړي ددې شهرت او ځانښودنه کې به د پام وړ زیاتوالی راشي. که نه، د يوې داسې کړۍ په منځ کې به دوی دا خواشينې کړې وه. زما هدف دا دی چې که هغې د مثال په توګه د ۱۰ امريکایي ډالرو په ارزښت کيک رانيولی وی دا به ان په يوه تور بدل شوی وی. خلکو به ويلې؛ "موږ څه پوهيدلو چې پاريس هيلټن به داسې پريوزي؟"نو د دې لپاره چې خپل موقف حفظ کړي کيدی شي هغې پخپلو پيسو دا کيک رانيولی وي، او وګورئ دوی بيا د دې ماشومې کيک داسې وتښتاوه. دا ټول هغه غمونه دي چې د دې ډول نظام له خوا رامنځته کيږي. زما هدف دا دی چې دا هم د دې سيستم يوه نه بيليدونکې غړې ده او ځان يې پخپله په غم کې لاهو کړ. دې بايد د دې نظام بې منطقي درک کړې وی. او يا بايد یوه ډيره معقوله شخصيت وی. جوته ده چې دا ډول چلند هيڅ دليل نه لري.
د بيلګې په توګه، که موږ بهر ځو هلته او دلته ګرځو. زه چې کله موټرو ته ګورم نو راته ښکاري چې دا ټول د ځانښودنې لپاره دي. دا يو د بل په څنګ کې پارک شوي، چې ټول نوي ماډلونه دي. هدف دلته دا دی چې نور خلک ورته وګوري او په زړونو کې يې رخه پيدا شي او ووايي "کاشکي ما هم داسي يو موټر درلودی!"زما هدف دا دی چې که دوی دا د يوه نعمت په توګه وړاندې کولی حالات به بالکل بل ډول وای. دا به يو نيک کار وای. دا به د هغه د ورور، او يا د هغه چا لپاره يو نعمت و چې ډيره مينه ورسره کوي. خو دا کار سړی د دې لپاره کوي چې د نورو پام ورته را واړوي او د دوی په زړونو کې رخه پيدا کړي؛ او يا د دې لپاره کيږي چې نورو خلکو ته ځان ښکاره کړي دا کار رښتيا هم له وحشته ډک دی. نو د کيک په اړه بايد ووايم چې جوته ده چې د ځانښودنې لپاره برابر شوی و. دا په څرګنډ ډول سړی محسوس کولی شي. زما مطلب دا دی چې دې دا کار د دې لپاره نه و کړی چې پر خلکو اعلی کيک وخوري.
دا د ټولنې پر اوږو پروت خورا لوی مصیبت دی. دا هغه مصیبت دی چې لوړ پوړې ټولنه يې هم يوه برخه ده. دا لازمي ګڼل کيږي چې هر څه بايد په ګرانه بيه واخلي. کله چې يو څوک ارزانه شی رانيسي دوی هغه ځوروي، د نورو په نظرونو کې يې وړوکی معلوموي. خلک وايي؛ "اوه، هغې دا شيان له بازاره رانيولي دي."دا يو عام شی دی، دا شيان ته د عامو خلکو پر اعلانونو هم وينې. دوی ليکي؛ "وګوره دې بوټونو ته؛ دا د ارې د غاښونو په څير دي"او روښانه ده چې دا بوټونه ډير ارزانه او عادي دي."
خو که دا ډير قيمتي او د ځان ښودنې وړ وي؛ نو په هغو کې ځنځيرونه بندوي او هغه په يوه چورليدونکې کړۍ کې اچوي. دا غريبه ځي او هر څه چې لري پر همدې شيانو يې لګوي.
دا ډول شيان به نه په آخرالزمان او نه د حضرت مهدي عليه السلام په وخت کې کومه مسئله وي انشاء الله.
د مرکو غورچاڼ
د مرکو غورچاڼ
د مرکو غورچاڼ
د مرکو غورچاڼ
د مرکو غورچاڼ